اسلام آباد د شنګهایي په غونډه کښې د اسرائیلو جنایتونه وغندل
(last modified Thu, 17 Oct 2024 03:06:40 GMT )
Oct 17, 2024 07:36 Asia/Kabul
  • اسلام آباد د شنګهایي په غونډه کښې د اسرائیلو جنایتونه وغندل

د پاکستان وزیراعظم په اسلام آباد کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو حکومتونو د مشرانو په وروستۍ غونډه کښې، د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو سره، په غزه کښې د سمدستي اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې د مسئولیت منلو غوښتنه وکړه.

«محمد شهباز شریف» پرون د اسلام آباد په غونډه کښې د فلسطیني ولس د ارمانونو د پوره کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د رول لوبونې په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: فلسطینیان نن سبا خپله نسل وژنه ویني په دې وجه دې نړیواله ټولنه زرترزره د اوربند ضمانت ورکړي.

هغه ټینګار وکړ، مونږ په غزه کښې په روانې نسل وژنې سترګې نه شو پټولې او د پاکستان غوښتنه، د فلسطینیانو د روا حقوقو په بنیاد د یو آزاد او خپلواکه هیواد جوړیدل دي.

ټیګونه