د شانګهای مشرانو د يو اړخيزتوب پر مخنيوي ټينګار وکړ
(last modified Thu, 17 Oct 2024 11:42:43 GMT )
Oct 17, 2024 16:12 Asia/Kabul
  • د شانګهای مشرانو د يو اړخيزتوب پر مخنيوي ټينګار وکړ

د اسلام آباد د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو، پر هېوادونو د يو اړخيزو بنديزونو له لګولو سره د مخالفت ترڅنګ، دا یې د نړيوالو اصولو خلاف کار وباله.

د پاکستان په کوربه توب د شانګهای د همکارۍ ۲۳مه ناسته پای ته ورسېده.

په دې ناسته کې چې د غړو هېوادونو د مشرانو او څارونکو په حضور کې ترسره شوه، په اقتصادي، امنیتي او کلتوري برخو کې پر مهمو مسایلو خبرې وشوې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې خپل کار پای ته ورساوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوې خبري کنفرانس کې ویلي چې په دې ناسته کې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په برخو کې، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې لپاره د ترجیحي میکانیزم د جوړولو په ګډون، څو نوې برخې د غړو هېوادونو د بنسټونو ترمنځ جوړې شوې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په خپله وروستۍ اعلاميه کې، يو اړخيز او غير قانوني بنديزونه، د نړيوال څو اړخيز سوداګريز نظام د کمزوري کولو د عامل په توګه وغانده.

په دې اعلاميه کې، د شانګهای سازمان د متقابل درناوي، عدالت او ګټورو همکاريو پر بنسټ د نړيوالو اړيکو پر ټينګښت ټينګار وکړ او د يوې ځمکې، يوې کورنۍ او يوې راتلونکې په اړه يې نظريه وړاندې کړه.

د غړو هېوادونو مشرانو د يوې خوندي او هوسا سيمې رامنځته کولو په موخه، په سياسي، امنيتي، سوداګريزو او اقتصادي برخو کې د څو اړخيزو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.

دوی همداراز د روغتیا، کرنې او د نه تجدید وړ انرژی په ګډون، په بېلابېلو برخو کې، د نویو ټکنالوژیو او همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

په دې سرمشریزه کې همدارنګه د سیمه ایزو اړیکو پر اهمیت، د ټرانسپورټي لارو پر پراختیا هم ټینګار وشو او غړو هېوادونو له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې خپلې ژمنې اعلان کړې.

ټیګونه