د پاکستان سني اتحاد کونسل عربستان ته د پاکستاني پوځیانو په لیږلو نیوکه وکړه
(last modified Sun, 23 Apr 2017 10:35:29 GMT )
Apr 23, 2017 15:05 Asia/Kabul
  • د پاکستان سني اتحاد کونسل عربستان ته د پاکستاني پوځیانو په لیږلو نیوکه وکړه

د پاکستان سني اتحاد کونسل د یمن د مسلمانانو د وژلو لپاره د عربستان په جوړ کړي ائتلاف کښې د شاملیدو لپاره دغه هیواد ته د پاکستاني پوځیانو په لیږلو نیوکه وکړه.

صاحب زاده حامد رضا وویل: د پاکستان خلک د وزیراعظم نواز شریف حکومت ته دا اجازه نه ورکوي چې اسلام آباد دې د یمن د مظلومو خلکو خلاف جنګ کښې ګډون وکړي.

هغه وویل: د یمن د خلکو خلاف د عربستان ماته خوړلی پوځي ائتلاف یوازې د امریکې او اسرائیلو د خوشالولو لپاره دی او عربستان نیت لري چې له دې لارې د اسلامي هیوادونو ترمینځ اختلاف او تفرقه رامینځته کړي.

هغه ټینګار وکړ: بې شکه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د عربستان د جوړ کړي ائتلاف په قومندانۍ د پاکستان د پوځ د پخواني قومندان راحیل شریف ګمارل کیدل به د پاکستان لپاره له بدنامۍ پرته هیڅ نتیجه ونه لري.

حامد رضا زیاته کړه: آل سعود د پوځي کمزورۍ په وجه د یمن په بې دفاع خلکو باندې له دوو کلنو حملو سره سره هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړې او په دې وجه د خپلې ماتې د جبیره کولو لپاره یې د پاکستان پوځ ته مخه کړې ده.

د پاکستان خلک او سیاسي او مذهبي شخصیتونه هم د یمن په جنګ کښې د دغه هیواد له لاسوهنې سره مخالف دي او باوري دي چې آل سعود په یمن کښې جنګي جنایت ترسره کړی دی.

 

ټیګونه