د جنرال راحیل شریف ماموریت دوام مومی
(last modified Sat, 08 Jul 2017 08:28:19 GMT )
Jul 08, 2017 12:58 Asia/Kabul
  • د جنرال راحیل شریف ماموریت دوام مومی

د ښاغلی نورزی په وینا راحیل شریف چی د عربستان له څو مهمو چارواکو سره یې پاکستان ته سفر کړی دی حتما یوه نوی فتنه په لاره کې ده

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان د پوځ پخوانې او د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف قوماندان راحیل شریف پرون د عربستان له څو چارواکو سره یو ځای په خصوصی الوتکه کې د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته ورغې او څو ورځې به په دغه ښار کې میشت وی چی په دغه موده کې به د پاکستان له مهمو شخصیتونو او چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړی .

لومړې دا اوازه شوه چی راحیل شریف د تل لپاره راستون شوی دی خو بیبا وروسته جوته شوه چی پاکستان ته د  هغه سفر په عربستان کې د اسلامی او عربی هیوادونو د ځینو مشرانو له غونډې وروسته چی پکې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم وینا کړی وه ،  یو ماموریت دې . اوازه شوی وه چی راحیل شریف د امریکا او عربستان د چارواکو د نامناسب کړچار په دلیل د پوځی ایتلاف مشری پریږدی . د ریاض په غونډه کې نواز شریف ته د وینا اجازه ورنکړل شوه  او همداراز راحیل شریف ته هم د عربستان د پوځ د مشرانو لخوا ویل شوی وو چی د هغو تر حکم لاندې به په خپلې دندې عمل کوی  .

په هر حال اوس جوته شوه چی راحیل شریف که  وغواړی هم دغه مشری نشی پریښودلې او باید د خپلو اربابانو یعنی امریکا او عربستان د رضایت لپاره خپلې قوماندې ته دوام ورکړی .

تهران راډیو په دې باره کې د ټیلی فون په لیکه په کویټه کې د سفیر جامع جومات د خطیب او د اهل سنتو تکړه عالم دین مولانا عبد الرحمان نورزی نظر وغوښته چی هغه په ځواب کې وویل  راحیل شریف د پاکستان د خلکو او ګوندونو د غوښتنې په اپوټه د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف  مشری پر غاړته اخیستی ده چی د امریکا په حکم جوړ شوی دی ، په داسې حال کې چی د پاکستان متقاعد شوی جنرالان او نور نظر خاوندان او شناندی په ټیلی ویژیونی پروګرامونو کې د راحیل شریف په مشرۍ  په پوځی ایتلاف سختې نیوکې کوی خو له بده مرغه لکه څرنګه چی په پاکستان کې سیاسی او پوځی واکمنان  خپلواکه ندی او له امریکا او عربستان  حکمونه ترلاسه کوی ، په دې اساس راحیل شریف هم د پوځی ایتلاف مشرۍ په غاړه اخیستلو لپاره مجبور وو .

د یادولو ده چی د پاکستان د پو ځ پخوانی قوماندان جنرال مرزا اسلم بیګ هم تهران راډیو سره په مرکه کې   د راحیل شریف په  پوځی قوماندې  سخته نیوکه کړی وه .

د ښاغلی نورزی په وینا راحیل شریف چی د عربستان  له څو مهمو چارواکو سره یې پاکستان ته سفر کړی دی حتما یوه نوی فتنه په لاره کې ده ، لکه څرنګه چی د پاکستان د نظر یاتی شورا مشر او د پارلیمان فعال غړی مولانا محمد خان شیرانی څه موده مخکې  له یوې شیطانی او نړیوالې دسیسې پرده اوچته کړه او ویې ویل چی د پښتنو په سیمه کې نوې جنګ راروان دې چی پکې به امریکا له داعش او روسیه لاه طالبانو ملاتړ  وکړی او له بده مرغه په دغه جنګ کې به هم  د پاکستان له سیاسی او پوځی واکمنانو استفاده وشی  او د دغه جنګ هدف د درستې سیمې جنګی کول دی  ، څو د ټرمپ دولت د لوړ رتبه ستر اتیجست ستیو بینین په وینا انسانی تاریخ باید بدل شی . هغه په خپل کتاب کې لیکلی دی انسانی تاریخ باید له هرو اتیا او سلو کلونو وروسته بدل شی . هغه باورې دې د غه بدلون په اساس باید نوی امریکا هم جوړه شی ، په دې معنا چی هیڅ قدرت او هیواد د امریکا په وړاندې راپورته نشی .

 

عاشق حسین طوری

 

ټیګونه