پاکستان کښې د فارسي شعر او ادب ورځ ونمانځله شوه
Sep 19, 2017 12:59 Asia/Kabul
په پاکستان کښې د فارسۍ ژبې د استاذانو او مینه والو په شتون سره یوه غونډه کښې د فارسي شعر او ادب د ورځې مراسم ونمانځل شول.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ایران د مشهور شاعر استاد سید محمد حسین شهریار د درنښت او د فارسي شعر او ادب د ورځې په مناسبت د پاکستان په راولپنډۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتوري مرکز کښې یوه غونډه وشوه.
په دغه غونډه کښې د فارسي ژبې یوه ډله پاکستاني شاعرانو او استادانو د استاد شهریار په هکله خپلې مقالې او شعرونه وړاندې کړل.
په پاکستان او برصغیر کښې د فارسۍ ژبې تاریخ او په سیمه کښې د فارسۍ ژبې په نابودولو کښې د بریتانیا خیانت د دغې غونډې د ویناو یو بل چورلیز و.
ټیګونه