د پنجاب وزیرِ قانون د طاهر القادري څرګندونو ته غبرګون وښود
د پاکستان د پنجاب صوبې د قانون وزیر وویل: د عوامي تحریک ګوند ملاتړو ته به د اعتراضي مظاهرو اجازه ور نه کړی شي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې رانا ثناء ا... دا څرګندونې د عوامي تحریک د مشر طاهر القادري د تیر ګواښ په غبرګون کښې کړې دي.
د پاکستان د پنجاب صوبې وزیرِ قانون همداشان ګواښ وکړ چې که د طاهر القادري پلویان مظاهرو ته مخه کړي او د پاکستان امنیت ګډوډ کړي نو ورسره به قانوني چلند وشي.
هغه همداشان د ماډل ټاؤن د پیښې د عاملانو د استعفا په هکله د پاکستان د عومي تحریک د مشر غوښتنې ته په اشارې سره وویل: په پاکستان کښې قضايي سیسټم له حکومته جلا دی او په خپلواکه توګه عمل کوي.
په لاهور کښې د ماډل ټاون پيښه په ۲۰۱۴ کال کښې وشوه چې پکښې د پنجاب د صوبايي حکومت پلویانو د طاهر القادري لسګونه پلویان وژلي وو.