جنرال باجوه وایی مونږ ته د امریکا د مرستې هیح اړتیا نشته
جنرال باجوا دا خبره د امریکا د یوه جنرال او سینټر لخوا هغه ته په ټیلی فونی خبرو کی کړی ده .
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ویلی دی چی مونږ ته د امریکا د مرستې ضرورت نشته خو زمونږ قربانۍ باید ومنل شی . جنرال باجوا دا خبره د امریکا د یوه جنرال او سینټر لخوا هغه ته په ټیلی فونی خبرو کی کړی ده .
خو له بلي خوا امريکا اوس هم هيله لري چې پاکستان به د ترهګرۍ پر وړاندې د سمې مبارزې په موخه خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سټېفن ګولډسټيان په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته کړې دي.
هغه زياته کړه چې دوى تر اوسه پر پاکستان د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه د ياد هېواد رسمي دريځ نه دى ترلاسه کړى .
نوموړي هيله څرګنده کړه چې پاکستان به د خبرو مېز ته چمتو شي او هغه ژمنې عملي کړي چې پخوا يې د ترهګرو د ځپلو په موخه کړې وې.
سټېفن وايي، پاکستان ورسره د ترهګرو د خوندي ځالو د ختمولو ژمنې کړې وې او اوس ددې وخت رارسېدلى چې دا ځالې له منځه يوسي.
د يادونې ده چې امريکا څو ورځې مخکې پر پاکستان د نږدې دوه ميليارده ډالرو پوځي مرستې وځنډولې او ګواښ يې وکړ، که چېرې پاکستان د ترهګرو پر ضد سم اقدامات ونه کړي؛ نو دا مرستې به بېخي بندې کړي.
بلخوا د امريکا دفاع وزارت ويلي، پاکستان ددې وړ تيا لري چې په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو پر ضد اقدامات وکړي .
د دفاع وزارت ( پنټاګان) وياندې مېرمن ډانا وايټ پرون خبريالانو ته وويل چې دا د پاکستان لپاره يو ښه چانس دى چې په دې برخې مهمې پرېکړې او اقدامات وکړي.