د پاکستان سینیټ د اقتصاد د نابودۍ په هکله خبرداری ورکړ
د پاکستان سینیټرانو هم له خلاف ورزي کونکو کسانو سره د جدي چلند غوښتنه کړې او اعلان یې کړی دی چې چیني کارخانې هم د نورو کارخانو په شان باید مالیات او ګمرک ورکړي.
د پاکستان د سینیټ مشر د اسلام آباد د حکومت لخوا د چیني کارخانې لپاره د کسټمز او مالیاتو ختمیدل د خپل هیواد د کورنیو صنایعو لپاره یو جدي خطر وباله.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې رضا رباني د چیني کارخانې لپاره د ګمرک او مالیاتو (کسټمز او ټیکس) د لګښت د ختمولو په هکله د پاکستان د حکومت اقدام ته په اشارې سره وویل چې دا غلط اقدام د پاکستان د کورنیو صنایعو د نابودۍ سبب کیدی شي.
هغه زیاته کړه: کانسټرکشن کمپني چې له کراچۍ تر پيښوره د ۱۳۰۰ کیلومیټرو په اوږدوالي لوې لارې په جوړولو لګیا ده، د مالیاتو او کسټمز له ورکړې معاف شوې چې دا کار نه جبیره کیدونکی زیان په ځان پسې لرلی شي.
د پاکستان سینیټرانو هم له خلاف ورزي کونکو کسانو سره د جدي چلند غوښتنه کړې او اعلان یې کړی دی چې چیني کارخانې هم د نورو کارخانو په شان باید مالیات او ګمرک ورکړي.