د ګوادر او چابهار بندرونه د یوبل بشپړونکي دي
پاکستان د افغانستان د خلکو د ارمان په بنیاد د دغه هیواد د مسئلې د هواري غوښتونکی دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند په خپله اونیزه غونډه کښې د خپل هیواد ګوادر او د ایران چابهار بندر د یو بل بشپړونکي وبلل.
د ایرنا د رپورټ له مخې محمد فیصل نن په اسلام آباد کښې له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره په خپله اونیزه غونډه کښې د پاکستان د ګوادر بندر له وړومبي فیز څخه د ګټه پورته کونې په لړ کښې وویل: د ګوادر او چابهار بندرونه د یو بل بشپړونکي دي او د سیمې د ودې لپاره باید په خپلو کښې ملګرتیا وکړي.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ګوادر بندر د نړیوال نندارتون او آزادې سیمې وړومبی فیز په دې وروستیو کښې د ایران، چین، افغانستان او عمان د یوه ډله سوداګرو په شتون سره کار پيل کړ.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د خپلو خبرو په دویمه برخه کښې د افغانستان له طالبانو ډلې او حقاني ترهګرې ډلې د ملاتړ په هکله د پاکستان د حکومت خلاف د تورونو په ردولو سره وویل: پاکستان به پرې نږدي چې خاوره یې د ګاونډیانو خلاف استعمال شي.
محمد فیصل د ترهګرو د نابودولو لپاره د اسلام آباد د حکومت پر هوډ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: پاکستان په دې لاره کښې ډیر قربانیان ورکړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداشان خپل هیواد ته د افغان کډوالو په ستنیدو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: پاکستان د افغانستان د خلکو د ارمان په بنیاد د دغه هیواد د مسئلې د هواري غوښتونکی دی.