د پاکستان یوې محکمې په انتخاباتو کښې د ملي مسلم لیګ ګوند د ګډون اجازه ورکړه
د پاکستان یوې محکمې په یو حکم کښې د دغه هیواد د انتخاباتو کمیشن ته امر وکړ چې د (ملي مسلم لیګ ګوند) نوم د سینیټ او همداشان سراسري انتخاباتو کښې د ګډون لپاره ولیکي.
له اسلام آباده د ایسوشیئیټډ پریس د رپورټ له مخې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن پرون په دې هکله وویل چې د محکمې لخوا صادر د صادر شوي حکم جاج اخلي چې له مخې یې د پاکستان (ملي مسلم لیګ ګوند) د دې هیواد په انتخاباتو کښې د ګډون کولو اجازه ترلاسه کوي.
د محکمې د دې حکم صادریدل په داسې حال کښې دي چې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن له څو میاشتو راهیسې په ټولټاکنو کښې د مسلم لیګ قومي ګوند له برخه اخیستو سره مخالفت کړی و.
د پاکستان د قانون له مخې، په دغه هیواد کښې تول سیاسي ګوندونه باید په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره د انتخاباتو له کمیشن څخه اجازه ترلاسه کړي.
ملي مسلم لیګ ګوند ته د جماعت الدعوة (لشکر طیبه) ترهګرې ډلې د مشر حافظ سعید حمایت حاصل دی.
په پاکستان کښې سراسري انتخابات د روان ۲۰۱۸ کال په جولایۍ میاشت کښې کیدونکي دي.