د يمن په خلاف د سعودي په خودساخته فوځي ائتلاف کښې د راحيل شريف په شتون د پاکستان د سترې محکمې اعتراض
د پاکستان د سترې محکمې مشر يو ځل بيا د يمن په خلاف د سعودي په خودساخته فوځي ائتلاف کښې د پاکستان د فوځ د پخواني مشر جنرل راحيل شريف په شتون اعتراض وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې قاضي ثاقب نثار نن د پاکستان د حکومتي لوړ رتبه چاراکو او د وسله والو ځواکونو د افسرانو د دوه تابعيت والي په عنوان سره په يوې دوسيې باندې د غور کولو په غونډه کښې د يمن په خلاف په سعودي فوځي ائتلاف کشې د پاکستان د فوځ د پخواني ستر قوماندان جنرل راحيل شريف موجودګي له مشکل سره مخامخ کړه.
هغه د يمن د خلقو په خلاف د سعودي د خودساخته ائتلاف د مشرۍ په اړه د جنرل راحيل شريف لپاره د اجازتليک د صادرېدو د قانوني مراحلو په نه پلي کېدو باندې په اعتراض سره وويل، دغه موضوع پکار دي د حکومت لخوا په جديت سره تعقيب شي.
د پاکستان عمومي څارنوال خالد جاويد هم په دغه غونډه کښې د سترې محکمې مشر ته وويل چې تېر حکومت سعودي ته د جنرل راحيل شريف د لېږلو د اجازې په حاصلولو کښې ضروري قانوني مرحلې نه دي ترسره کړې.
د پاکستان د سني اتحاد ګوند د مشر حامد رضا په شمول د دغه هېواد زياترو سياستوالانو ويلي دي چې سعودي ته د جنرل راحيل شريف لېږد د پاکستان د ۷۵ فيصده خلقو د غوښتنې په خلاف چاره ده.
د پاکستان خلقو په ځلونو د يمن له مظلومو مسلمانانو سره خواخوږي کړې او په هغوي باندې د آل سعود د حملو د بندولو غوښتونکي شوي دي.سعودي د اماراتو، امريکې او صهيونېسټ رژيم او د يو شمېر نورو انډيوالانو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسې په يمن فوځي تېرې شروع کړے او دغه هېواد يې د زمکې، سمندر او هوا له لارې محاصره کړې دے.
د آل سعود ائتلاف د حملو له امله تر اوسه زرګونه يمنيان وژل شوي، په لسګونوزره نور ژوبل شوي او په ميلينونو کډه په سر شوي دي.