د پاکستان د پارلیمان د احتساب کمیشن په مشرۍ د حکومت او اپوزیشن اختلاف زیات شوی
د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر وویل چې که د پارلیمان د احتساب کمیشن مشري دغه ګوند ته ور نه کړی شي نو له ټولو کمیشنونو به ووځي.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې شهباز شریف د پاکستان د پارلیمان د احتساب کمیشن د مشرۍ په سر د حکومت او اپوزیشن ترمینځ د اختلاف له سختیدو وروسته وویل: د پارلیمان په نورو کمیشنونو کښې د شتون لپاره د دې ګوند شرط دا دی چې د پارلیمان د احتساب کمیشن مشري مسلم لیګ نوز ګوند ته راکړی شي.
خو د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر فواد چودري د نواز ګوند دې غوښتنې ته غبرګون ښودلی او ویې ویل: دې ته په پام سره چې په پارلیمان کښې د تحریک انصاف د استازو شمیر له مسلم لیګ نواز ګونده زیات دی، د احتساب کمیشن مشري هم باید زمونږ په غاړه وي.
د ویلو ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د مخالفو ګوندونو (اپوزیشن) د دې غوښتنې په غبرګون کښې ویلي وو: ترڅو چې خارجه وزیر شاه محمود قریشي د امریکې له سفره نه وي راستون شوی تر هې به په دې هکله فیصله ونه کړم خو پر دغه کمیشن د شهباز شریف د مشرۍ بیخي مخالف یو او نه پریږدو چې دا مهم مسئولیت هغه ته ورکړی شي.