له پاکستانه ۷ میلیارډه ډالر په غیرقانوني توګه لسو هیوادونو ته منتقل شوې دي
(last modified Tue, 13 Nov 2018 02:51:42 GMT )
Nov 13, 2018 07:21 Asia/Kabul
  • له پاکستانه ۷ میلیارډه ډالر په غیرقانوني توګه لسو هیوادونو ته منتقل شوې دي

د پاکستان د وزیراعظم د حساب کتاب ځانګړي مرستیال وویل چې اووه میلیارډه ډالر له پاکستان څخه په غیرقانوني توګه نورو هیوادونو ته منتقل کړی شوي دي.

شهزاد اکبر په پاکستان کښې د پراخ اقتصادي فساد خلاف د نویو مدارکو د موندل کیدو خبر ورکړ او ویې ویل: داسې مدارک شته چې ښودنه کوي څه باندې ۷۰۰ میلیارډ روپۍ (تقریباً اووه میلیارډه ډالر) په غیرقانوني بڼه له پاکستانه ایستل شوي دي.

د تحریک انصاف دغه لوړرتبه غړي وویل: د پاکستان تیرو واکمنانو به د خپل مالي فساد د پټ ساتلو لپاره هغه بانکي حسابونه استعمالول چې خاوندان یې بې له هیڅ مشکله د اماراتو په شان یوشمیر هیوادونو کښې دیره دي، خو مونږ به دا ټولې پیسې هیواد ته راستنوو.

دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان میلیارډونه ډالر پوروړی دی.

 

ټیګونه