د پاکستان خارجه وزیر کابل ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79164-د_پاکستان_خارجه_وزیر_کابل_ته_ورسید
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څو هیوادونو ته د سفر په پیل کښې نن سهار د افغانستان پلازمینې کابل ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 08:26 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیر کابل ته ورسید

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څو هیوادونو ته د سفر په پیل کښې نن سهار د افغانستان پلازمینې کابل ته لاړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څو هیوادونو ته د سفر په پیل کښې نن سهار د افغانستان پلازمینې کابل ته لاړ.

شاه محمود قریشي کابل ته په خپل سفر کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له ولسمشر اشرف غني او اجرايي مشر عبدا... عبدا... او ځینو نورو لوړ رتبه چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د علاقې وړ مسایل، د سیمې وروستي بدلونونه او د افغانستان د صلحې بهیر له افغان چارواکو سره د پاکستان د خارجه وزیر د بحث وړ مهم موضوعات دي.

ټاکل شوې ده چې شاه محمود قریشي په دې څلور ورځني سفر کښې له افغانستان وروسته د ایران اسلامي جمهوریت، چین او روسیې ته هم لاړ شي.