عربستان ته د پاکستان د سینیټ د مشر په وروستي سفر نیوکه وشوه
د پاکستان پیپلز پارټۍ یو جګ پوړي غړي سعودي عربستان ته د خپل هیواد د سینیټ د مشر په وروستي سفر نیوکه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې فرحت ا... بابر د دغه هیواد نیشن ورځپاڼې ته په مرکه کښې، عربستان ته د پاکستان د سینیټ د پخواني مشر محمد صادق سنجراني په وروستي سفر باندې په نیوکې سره وویل: په ریاض کښې د یمن خلاف د عربستان د خودساخته ائتلاف له مرکزي دفتره د سنجراني کتنه یو نه سنجول شوی او د پاکستان د بې طرفه دریځ خلاف کار دی.
د پاکستان د سینیټ مشر د روانې دسمبر میاشتې په اوولسمه نیټه د آل سعودي رژيم د چارواکو په بلنه د یو پلاوي په مشرۍ د دغه هیواد پلازمینې ریاض ته لاړ او هلته یې د پاکستان د پوځ له پخواني قومندان او د یمن خلاف د عربستان د جوړ کړي پوځي ائتلاف له اوسني قومندان راحیل شریف سره ملاقات وکړ.
د ویلو ده چې په یمن ضده سعودي ائتلاف باندې د راحیل شریف د قومندانۍ مجوز، د پاکستان د پارلیمان او خلکو له څرګند مخالفت سره سره، د دغه هیواد د تیر حکومت لخوا صادر شوی و.
د پاکستان خلکو په ځلونو د یمن له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کښې د دغه هیواد د خلکو خلاف د آل سعود رژيم د بریدونو او جنایتونو د بندیدو غوښتنه کړې ده.