د پاکستان د مخالفو ګوندونو د يوځاے کولو لپاره د مولانا فضل الرحمان هلې ځلې
(last modified Sun, 06 Jan 2019 11:32:45 GMT )
Jan 06, 2019 16:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان د مخالفو ګوندونو د يوځاے کولو لپاره د مولانا فضل الرحمان هلې ځلې

د پاکستان د جمعيت العلمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمان د دغه هېواد له پخواني ولسمشر سره په کتنه کښې د عمران خان د حکومت د مخالفو ګوندونو د اتحاد په ضرورت تاکيد وکړ.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې مولانا فضل الرحمان چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې له آصف علي زرداري سره په دويم ځل کتنه کښې وويل، مخالف ګوندونه پکار دي په اوسنيو حالاتو کښې خپل اختلافات هېر کړي او د حکومت له غېرقانوني اقداماتو سره د مقابلې لپاره يو موټے شي.

هغه واضحه کړه، د پاکستان د حکومت مخالف ګوندونو ترمېنځ اختلاف د حکومت د ازادانه فعاليت لپاره لاره برابروي او پکار نه دي دا چلند دوام ومومي.

د جمعيت العلمای اسلامي ګوند مشر همدارنګ له زرداري وغوښتل چې د پاکستان له مخکيني وزيراعظم نواز شريف سره دې چې په جېل کښې دے کتنه وکړي ، خو زرداري په دې اړه فېصله راتلونکي وخت پرېښوده.

 

 

ټیګونه