قریشي: د هند مشران په سیمه کښې د صلحې روان کوششونه زیانمنوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79492-قریشي_د_هند_مشران_په_سیمه_کښې_د_صلحې_روان_کوششونه_زیانمنوي
د پاکستان خارجه وزير وويل، د هند مشران په سیمه کښې د صلحې روان کوششونه زیانمنوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2019 02:25 Asia/Kabul
  • قریشي: د هند مشران په سیمه کښې د صلحې روان کوششونه زیانمنوي

د پاکستان خارجه وزير وويل، د هند مشران په سیمه کښې د صلحې روان کوششونه زیانمنوي.

د افغانستان د خبريال خبري سائيټ د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وويل، پاکستان د افغان صلحې لپاره خپلې هڅې په بې سارې توګه ګړندۍ کړې دي خو د هند تبلیغات کولې شي له دې موضوع د پاکستان توجه واړوي. هغه وويل د هند مشران په خپلو بیانیو او مضرو څرګندونو سره په سیمه کښې د صلحې روان کوششونه زیانمنوي.قریشي زیاته کړه پاکستان هڅه کوي ټول سیمه ییز مسایل له صلح ییزو لارو چارو حل کړي.

البته دا لا معلومه نه ده چې نوموړي د هند پر کومه بیانیه دا  ردعمل ښودلی دے.