د پاکستان پیپلز پارټۍ د دوو لوړرتبه غړو نومونه له ممنوع الخروج لیسټه ووتل
د پاکستان د سترې محکمې په حکم د دغه هیواد د پيپلز پارټۍ د مشر او د سند صوبې د وزیراعلی نومونه د حکومت له تور لیسټه وویستل شول.
د پاکستان سترې محکمې د جعلي اکاؤنټونو د دوسیې د تحقیق کمیټې د رپورټ په څیړلو سره، له دغې دوسیې د پیپلز پارټۍ د مشر بلاول بوټو زرداري او د سند صوبې د اعلی وزیر مراد علي شاه د نومونو د ایستلو حکم ورکړ.
د پاکستان سترې محکمې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د دغه هیواد حکومت باید هغوي ته له هیواده د وتلو اجازه هم ورکړي، وویل: د پاکستان د احتساب ادارې تحقیقات به په دې هکله جزئیات ایشوا کړي.
ثاقب نثار د پیپلز پارټۍ د هغو مشرانو په غندلو سره چې نومونه یې په دې دوسیه کښې موجود دي، یزاته کړه: مجرمانو ته به سزا ورکړی شي.
د جعلي بینک اکاؤنټس د دوسیې د تحقیقاتي کمیټې په رپورټ کښې د پاکستان د ۱۷۲ سیاستوالانو له تورنیدو وروسته د دغه هیواد حکومت د دغو کسانو د تیښتې د مخنیوي لپاره د هغوي نومونه په تور لیسټ کښې شامل کړي او هغوي یې ممنوع الخروج کړل چې په دغه نوملړ کې د بلاول بوټو زرداري او د مراد علي شاه نومونه هم موجود دي.
د پاکستان حکومت همداشان څه موده مخکښې د دغه هیواد پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري د مالي فساد په تړاؤ ممنوع الخروج کړی دی.