د پاکستان سترې محکمې ګلګت بلتستان ته د صوبې د درجې له ورکولو سره مخالفت وکړ
Jan 18, 2019 06:47 Asia/Kabul
د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد ګلګت او بلتستان سیمې ته د صوبې د درجې د ورکولو له غوښتنې سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.
د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد ګلګت او بلتستان سیمې ته د صوبې د درجې د ورکولو له غوښتنې سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.
د پاکستان سترې محکمې پرون وویل: ګلګت-بلتستان سیمه به په زړه طریقه اداره کیږي او پکښې به هیڅ بدلون را نه شي.
د ګلګت-بلتستان اوسیدونکي دغې سیمې ته د صوبې د درجې د ورکولو غوښتونکي دي او د پاکستان وزیراعظم عمران خان ورسره له انتخاباتو مخکښې ژمنه کړې وه چې دا سیمه به په یوې بیلې صوبې بدلوي.