دتندلاريتوب بېخ کني د پاکستان د حکومت ترجيح
(last modified Fri, 18 Jan 2019 09:32:07 GMT )
Jan 18, 2019 14:02 Asia/Kabul
  • دتندلاريتوب بېخ کني د پاکستان د حکومت ترجيح

د پاکستان د مذهبي چارو وزير وويل: په ديني مدرسو کښې د تندلاريتوب بېخ کني او جرړې وېستل او په دغو مدرسو کښې د زدکړو يو شان تعليمي نظام برقرارول د حکوت له ترجيحاتو څخه دي.

علامه نورالحق قادري دې ته په اشارې سره چې حکومت له ديني مدرسو سره په ارتباط کښې دے چې تندلاريتوب ختم کړي، وويل،اسلام آباد غواړي چې پکار دي مذهبي تعليمات د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او ورورولۍ سبب شي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزير تاکيد وکړ، هغه مذهبي تعليمات چې له قرآن او حديث څخه اخېستل شوي وي هيڅکله  تندلاريتوب او افراط پالنه نه قبلوي.

نورالحق قادري اميد څرګند کړ چې د پاکستان ديني مدرسې به وکړې شي په ديني مشترکاتو باندې په تمرکز سره د وحدت او يووالي چې په هېواد کښې د پائېدار امنيت سبب کيږي تبليغ وکړي.

له تندلاريتوب او افراط پالنې سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد د حکومت د ترجيح په تېره بيا د مدرسو په درسي کتابونو او مهمو عنوانونو سره  يې ترويج يوه داسې مسئله ده چې په دغه هېواد کښې د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ نوي حکومت په اقتدار کښې د راتلو له ابتداء راهېسې په خپله اېجنډا کښې راوستلې ده.

د پاکستان د حکومت له نظره د تندلاري تفکر د ترويج اصلي وجه د دغه هېواد په ديني مدرسو باندې د زدکړو واکمن نظام دے چې د دې سبب شوے دے چې تشدد غوښتونکي افکار او نظريات د دغو مدرسو د زدکړو په ډېر مهم محور بدل شي.

په داسې يو چوکاټ کښې دا نظر مطرح کيږي چې تر هغه وخته چې تر څو د پاکستان په ديني مدرسو کښې د زدکړو نظام اصلاح نه شي او په دغو مرکزونو کښې د تندلاريتوب او افراط پالنې د افکارو او نظرياتو ترويج او زدکړه ختمه نه شي په دغه هېواد کښې د ترهه ګرۍ د جرړو د نه اوچېدو په وجه به  له هغې سره مبارزه بې نتيجې وي.

په همدې بنياد په ديني مدرسو کښې د زدکړو د نظام د يو شان کولو موضوع په تېره بيا د هغو مضامينو او ليکنو لرې کول چې د تاوريخوالي ، تشدد او جنګ جګړو سبب ګرځي د پاکستان د حکومت په اېجنډا کښې راغلي دي. په پاکستان کښې مذهبي مدرسې په داسې حال کښې په دغو مدرسو کښې د زده کونکو د روزنې او ورته د اسلامي تعليماتو ورکولو ادعا کوي چې د اسلام مبين دين له تشدد سره هيڅ تعلق نه لري او له هر ډول افراط پالنې او تندلاريتوب سره مخالف دے.

تشدد او تندلاريتوب له اسلام سره منسوب کول د اسلام د هغو دښمنانو له دسيسو څخه دي چې کوشش کوي د اسلام د بدنامولو له لارې له اسلامه د ويرونې خپل سياست مخ په وړاندې بوځي. له دې سره سره د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو رامنځته کول او کورنيو جنګ جګړو ته د هغوي راکښل د سلطې د نظام له هغو پالېسيو څخه دي چې په تېره بيا په پاکستان کښې په مذهبي مدرسو کښې د ديني تعليماتو تر پردې لاندې د افراطي او تندلارو تفکراتو د ترويج له لارې د سعودي په شمول د ځينو عربو هېوادونو لخوا يې يوه برخه لګيا ده عملي کيږي.

په داسې حالاتو کښې په پاکستان کښې د تشدد او تندلاريتوب له  ترويجونکو مذهبي مدرسو سره د مقابلې د سياست يوه برخه پکار دي له دغو مدرسو څخه د سعودي د مالي ملاتړ د لارو د بندولو په ذريعې سره وي.

له پاکستان سره د سعودي ددولس ميلين ډالري مالي مرستې ته په پام سره دا اندېښنه په جدي توګه موجوده ده چې د اسلام آباد حکومت به د دغو حالاتو په بنياد ونکړې شي په پاکستان کښې د تشدد له ترويجونکو مذهبي مدرسو څخه د رياض له ملاتړونو سره د مقابلې لپاره څه پرېکنده سياست غوره کړي.

همدا  وجه ده چې د پاکستان د حکومت مخالف ګوندونه له سعودي څخه د پاکستان د مالي مرستو له حاصلولو سره د مخالفت ترڅنګه  د دغو مالي مرستو په بدله کښې له اسلام آباد څخه د رياض د توقعاتو په اړه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د شفاف وضاحت غوښتونکي شوي دي چې د عمران خان خاموشي په دې لړ کښې د شکونو د لا زياتېدو سبب شوې ده.

----------

 

ټیګونه