پنجاب کښې د پولیسو په ډزو د پاکستان د خلکو قهر دوام لري
(last modified Tue, 22 Jan 2019 06:36:44 GMT )
Jan 22, 2019 11:06 Asia/Kabul
  • پنجاب کښې د پولیسو په ډزو د پاکستان د خلکو قهر دوام لري

د پاکستان د پولیسو لخوا د پنجاب صوبې په ساهیوال ښار کښې وروستۍ پیښه د دغه هیواد د خلکو د قهر او کرکې سبب شوې ده.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پولیسو د تیر اتوار په شپه په ساهیوال ښار کښې په یو موټر باندې ډزې وکړې او پکښې سپاره څلور واړه کسان یې ووژل.

په داسې حال کښې چې پولیسو اول ویلي وو چې په دغه ګاډي کښې سپاره کسان د یوې ترهګرې ډلې غړي وو خو له پیښې لږ وخت وروسته معلومه شوه چې دغه کسان ترهګر نه بلکې د یوې کورنۍ غړي وو.

د پاکستان د پولیسو لخوا د ډزو دې پیښې په پنجاب صوبې کښې د خلکو قهر راپارولی او د ساهیوال ښار سلګونه کسان د پولیسو په دغه کار باندې اعتراض کښې راغونډ شوي او د هغوي خلاف یې شعارونه ورکړل.

معترضانو د پاکستان د پولیسو له لوړرتبه چارواکو وغوښتل چې د دې پیښې ګرمو کسانو ته زرترزره سزا ورکړي.

د پنجاب صوبې د قانون وزیر راجا بشارت د پولیسو د دې ډزو په توجیه کښې ویلي چې د یاد ګاډي تورې شیشې د پولیسو د لید خنډ شوې او د پولیسو او داعشي ترهګرو ترمینځ د ډزو له امله د دغه ګاډي سپرلۍ هم ووژلې شوې.

د پاکستان د حکومت د اپوزیشن ګوندونو یوشمیر استازو دا پیښه د حکومت د ناکامۍ او نه صلاحیت نښه وبلله.

 

ټیګونه