عمران خان په دوحه کښې د قطر له امیر سره وکتل
Jan 23, 2019 07:51 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم دوحې ته د خپل سفر په دویمه ورځ د قطر له امیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د مهمو بدلونونو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
د پاکستان وزیراعظم دوحې ته د خپل سفر په دویمه ورځ د قطر له امیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د مهمو بدلونونو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې قطر ته د پاکستان د کاري ځواک لیږل، په پاکستان کښې د دوحې پانګونه او د قطر لخوا په دغه هیواد کښې د (ایل، این، جي) د تامینولو په لړ کښې خبرې اترې، له شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د عمران خان د پرونیو مذاکراتو ځیني چورلیزونه وو.
د پاکستان وزاعظم د قطر د امیر په رسمي بلنه وړمه ورځ په دوه ورځني سفر دوحتې ته تللی و.