عربستان بیا له پاکستان سره د یو میلیارډ ډالرو مرسته وکړه
(last modified Fri, 25 Jan 2019 10:53:09 GMT )
Jan 25, 2019 15:23 Asia/Kabul
  • عربستان بیا له پاکستان سره د یو میلیارډ ډالرو مرسته وکړه

د پاکستان د مرکزي بانک ویاند له عربستان څخه د یو میلیارډ ډالرو مرستې د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د مرکزي بانک ویاند عابد قمر نن د سعودي عربستان لخوا د اسلام آباد د حکومت اکاونټ ته د یو میلیارډ ډالرو اچول تایید کړل.

د پاکستان حکومت له دې مخکښې هم د عربستان د درې میلیارډ ډالرو د مرستې د پيکیج دوه میلیارډ ډالر ترلاسه کړي وو.

د پاکستان مرکزی بانک پرون مازیګر هم د اسلام آباد د حکومت په اکاونټ کښې د اماراتو لخوا د یو میلیارډ ډالري مرستې د جمع کیدو خبر ورکړی و.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف واکمن ګوند د هیواد د اقتصادي کړکیچ د ختمولو لپاره پریکړه کړې چې له عربستان او اماراتو مالي مرستې ترلاسه کړي.

خو له دې سره سره په پاکستان کښې دا اندیښنه شته چې له اسلام آباد سره د عربستان او اماراتو مالي مرستې داسې بې حساب کتابه نه دي او په سیمه کښې به د ریاض او ابوظبۍ د بلا غواړو طرحو په اجرا کښې له پاکستانه د تمو او توقعاتو د زیاتیدو سبب شي.

دم ګړۍ په دغو کښې ترټولو مهمه طرحه د یمن د خلکو خلاف د عربستان د جوړ کړي ائتلاف جنګ دی چې پس له دریو کالو او د زرګونو یمنیانو له وژل کیدو وروسته له بندون سره مخ شوی دی.

 

ټیګونه