په پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو وژله وغندله شوه
(last modified Fri, 25 Jan 2019 12:03:22 GMT )
Jan 25, 2019 16:33 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو وژله وغندله شوه

د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو استازو له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د دغه هیواد د حکومت په ناتوانۍ نیوکه وکړه.

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین، د عزادارۍ شورا، جعفریه اتحاد، د شیعه عالمانو شورا او نورو شیعه مذهبي او سیاسي ګوندونو پرون په کراچۍ کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د اسلام آباد حکومت نه یوازې د ترهګرو ډلو د بریدونو په بندولو کښې پاتې راغلی بلکې دغه حملې او د شیعیانو وژله لا زیاته شوې هم ده.

د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو استازو په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ترهګر د انسانیت دښمنان دي او په هیڅ دین او مذهب پابند نه دي، د اسلام آباد حکومت ته خبرداری ورکړ چې که عمران خان د ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونه نیوی شي نو د پاکستان حالات به لا کړکیچن شي.

د ویلو ده چې تیره میاشت د پاکستان د سویل د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د علي رضا عابدي په نوم د دغه هیواد د ملي پارلیمان د یو استازي په شمول درې شیعه مسلمانان وژل شوي دي.

په پاکستان کښې د شیعه و په وژله کښې د جماعت الاحرار، سپاهِ صحابه او لشکر جهنګوي په شان ترهګرې ډلې لاس لري.

 

ټیګونه