د پاکستان وزیراعظم په سند صوبه کښې د مندر سوزیدل وغندل
(last modified Wed, 06 Feb 2019 09:10:51 GMT )
Feb 06, 2019 13:40 Asia/Kabul
  •  د پاکستان وزیراعظم په سند صوبه کښې د مندر سوزیدل وغندل

د پاکستان وزیراعظم په سند صوبه کښې د نامعلومو کسانو لخوا د هندوانو د عبادتځي (مندر) سوزونه په کلکه غندلې ده.

د پاکستان وزیراعظم په سند صوبه کښې د نامعلومو کسانو لخوا د هندوانو د عبادتځي (مندر) سوزونه په کلکه غندلې ده.

ایرنا لیکلي چې عمران خان په یو ټویټ کښې د سند صوبې په کومب سیمه کښې د هندوانو په مندر باندې د حملې او د هندوانو د دیني کتاب او بتانو د سوزولو په غندلو سره، دا یو غیر اسلامي کار وباله او د سند صوبې له ګورنره یې وغوښتل چې دا موضوع تعقیب کړي.

د ویلو ده چې تیره شنبه یوه ډله نامعلومو کسانو د سند صوبې په خیرپور سیمه کښې د هندوانو مندر ته په ننوتو سره هغه ته تاوان ورسوه او پکښې موجود کتابونه یې وسوزول.

په دې حمله کښې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

ټیګونه