د عربستان ولیعهد پاکستان ته رسیدلی
(last modified Mon, 18 Feb 2019 01:13:09 GMT )
Feb 18, 2019 05:43 Asia/Kabul
  • د عربستان ولیعهد پاکستان ته رسیدلی

سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د آل سعود خلاف د پاکستان د خلکو له مظاهرو او شعارونو سره هم مهاله بیګا تر سختو امنیتي تابیاؤ لاندې د دغه هیواد پلازمینې اسلام آباد ته لاړ.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې محمد بن سلمان بیګا د پاکستان پلازمینې ته رسیدلی او د دغه هیواد له وزیراعظم عمران خان سره یې کتلي دي. په دغه ملاقات کښې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا هم ګډون درلود چې پکښې د دواړو هیوادونو ترمینځ په مختلفو برخو کښې د ملګرتیا او په پاکستان کښې د پانګونې ځینې موافقې لاسلیک شوې.

پاکستان ته د بن سلمان سفر په داسې حال کښې دی چې نن په دغه هیواد کښې عمومي رخصتي اعلان شوې او د اسلام آباد د سرې سیمې چاپیره سخت امنیتي تدابیر غوره شوي او دغې سفارتي سیمې ته د ټولو نااړونده کسانو په ورتګ بندیز لګلیدلی دی.

ځینو رسنیو بیا د اسلام آباد په یوشمیر حساسو سیمو کښې د مخابراتي او انټرنیټي سروسونو د بندیدو خبر ورکړی دی.

اسلام آباد ته د سعودي ولیعهد له سفر سره په یو وخت د پاکستان زرګونو قهریدلو خلکو په دغه سفر باندې په اعتراض کښې، د سیمې د مظلونو ولسونو خلاف د آل سعود تیري ګر سیاستونه وغندل.

اعتراض کونکو د فلسطین د ولس خلاف له صهیونیسټي رژیم سره د جوړجاړي په شمول په یمن او سوریې باندې د تیري لپاره د سعودي واکمنانو په شمول د ځینو عربو مشرانو د دسیسو په غندلو سره د آل سعود، امریکې او صهیونیسټي رژيم د واکمنانو خلاف شعارونه ورکړل.

هغوي د پاکستان په کورنیو چارو کښې د ځینو عربو هیوادونو لاس وهنې د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د نړۍ د مسلمانانو لپاره د مشکلاتو د رامینځته کیدو سبب وبللې او ټینګار یې وکړ چې عربستان او ځیني نور عرب حکومتونه هڅه کوي چې خپلو یرغلیزو اهدافو ته د رسیدو په موخه پاکستان د یمن د جنګ په شمول د سیمې په کړکیچونو کښې شامل کړي او ترې ګټه پورته کړي.

د پاکستان سیاسي او مذهبي تنظیمونو او شخصیتونو هم د یمن، شام او بحرین د مظلومو مسلمانانو په نسل وژنه کښې د آل سعود کورنۍ جنایتونه وغندل او اسلام آباد ته یې د محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت وکړ.

د سني اتحاد شورا مشر صاحب زاده حامد رضا، د جمعیت علما مشر پير اعجاز احمد هاشمي او د پاکستان پیپلز پارټي غړي سردار لطیف کهوسو وویل چې پاکستان د عربستان بیټک نه دی او د پاکستان خلک ریاض ته د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.

 

ټیګونه