د هندي اسير پائيلټ کورنۍ ته د پاکستان د خارجه وزير پېغام
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80641-د_هندي_اسير_پائيلټ_کورنۍ_ته_د_پاکستان_د_خارجه_وزير_پېغام
د پاکستان خارجه وزير د هغه هندي پائيلټ کورنۍ ته چې د پاکستان فوځي ځواکونو وړمه ورځ نيولے ؤ په يو پېغام کښې وويل، اسلام آباد به له هغه سره انساندوستانه سلوک ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2019 02:10 Asia/Kabul
  • د هندي اسير پائيلټ کورنۍ ته د پاکستان د خارجه وزير پېغام

د پاکستان خارجه وزير د هغه هندي پائيلټ کورنۍ ته چې د پاکستان فوځي ځواکونو وړمه ورځ نيولے ؤ په يو پېغام کښې وويل، اسلام آباد به له هغه سره انساندوستانه سلوک ولري.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې شاه محمود قريشي پرون په خپل دغه پېغام کښې د نيول شوي پائيلټ کورنۍ ته ډاډګيرنه ورکړه چې د هغه د سلامتيا په اړه دې اندېښنه نه کوي.

قريشي زياته کړه ، هغه څه چې اسلام آباد د دغه هندي اسير په اړه وښودله له ذمه وارۍ قبلونې سره مل د انساندوستانه سلوک دے.

همدارنګ د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم پرون وويل ، اسلام آباد به د جُمعې په ورځ په يو صلح ايز اقدام کښې نيول شوے هندي پائيلټ ازاد کړي.

له بلې خوا د هند خارجه وزارت پرون په نوي ډيلي کښې د پاکستان د شارډزفيئر په احضارولو او د پاکستان د هوائي ځواک لخوا د هند د هوائي حدودو په خلاف ورزۍ د احتجاج په کولو سره له اسلام اباده د خپل اسير پائيلټ د ازادولو غوښتنه کړې وه.

له دې مخکې د پاکستان رسنيو اعلان کړے ؤ چې د دغه هېواد هوائي ځواک د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې کړې او يو هندي پائيلټ يې اسير کړے دے.