هند: په پاکستان د حملې څه پروګرام نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81408-هند_په_پاکستان_د_حملې_څه_پروګرام_نه_لري
د هند حکومت په پاکستان باندې د نوې حملې په اړه د دغه هېواد د ادعا په ردولو سره وويل، نوے ډيلے په پاکستان د حملې لپاره څه پروګرام نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2019 03:01 Asia/Kabul
  • هند: په پاکستان د حملې څه پروګرام نه لري

د هند حکومت په پاکستان باندې د نوې حملې په اړه د دغه هېواد د ادعا په ردولو سره وويل، نوے ډيلے په پاکستان د حملې لپاره څه پروګرام نه لري.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت پرون په اسلام آباد کښې د هند د شارډزافېر په احضارولو سره په پاکستان د هند هر ډول احتمالي تيري په اړه خبردارے ورکړ.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي وويل چې په روانه مياشت کښې د دغه هېواد په خلاف د يوې بلې حملې لپاره د هند د فوځ د ارادې په اړه موثقه اطلاعات لري.

د هند د حکومت وياند د پاکستان د دغه اقدام په ردعمل کښې وويل، د قرېشي دغه څرګندونې په هند باندې د حملې لپاره د ترهه ګرو ډلو د بللوپه هدف سره دي.

هغه واضحه کړه چې پاکستان د هند په خلاف په ترهه ګريزو حملوکښې خپله ذمه واري نه شي هېرولې او د داسې څرګندونو په ځاے پکار دي په خپله خاوره کښې د ترهه ګرو د ټولو اډو په خلاف سخت اقدامات وکړي.