نواز شریف بیا جیل ته ستنیږي
May 07, 2019 15:21 Asia/Kabul
د پاکستان پخوانی وزیراعظم به له درملنې وروسته بیرته زندان ته ولیږل شي.
د پاکستان سترې محکمې د پخواني وزیراعظم نواز شریف د ضمانت د مودې د زیاتولو د غوښتنې په ردولو سره وویل چې هغه باید په ټاکلې نیټه زندان ته ستون شي.
خبر زیاتوي چې د نواز شریف د ضمانت د شپږو اونیو پړاؤ پاې ته رسیدلی دی.
د ویلو ده چې نواز شریف څو میاشتې مخکښې په لندن کښې د څو اپارټمنټونو د مالکیت په تړاؤ په لس کلن جیل محکوم شوی او لور او زوم یې هم د مالي فساد په جرم محکوم شوي دي.