دپاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري ونیول شو
د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان د پیپلز ګوند د دې مخکښ مشر او د هغه د خور فریال تالپور د ضمانت غوښتنه رد کړه.
د پاکستان د رسندویو له راپور سره سم دپاکستان داحتساب ملي ادارې (نیب )یوې ډلې ښاغلې زرداري له هدي وروسته په خپل کور کې ونیوه چې محکمې د پیسو د وینځلو په یوه قضیه کې د نوموړي د ضمانت غوښتنه رد کړه.
د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان د پیپلز ګوند د دې مخکښ مشر او د هغه د خور فریال تالپور د ضمانت غوښتنه رد کړه.
راپورونه وايي، د تالپور د نیولو امر تر اوسه پورې نه دی شوی.
د پاکستان د احتساب ملي ادارې زرداري او خور یې تالپور تورن کړي چې یوسلو پنځوس میليونه پاکستانۍ روپۍ یې د جعلي اکاونټونو له لارې خپل خصوصي شرکت ته لېږدولې دي.
زرداري او خور یې پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي دي.
د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد پخوانی لومړې وزیر نوازشریف هم د مالي درغلیو په تور له واکه لېرې کړ.
اصف علي زرداري چې د پاکستان د وژل شوې پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بېنظیر بوټو خاوند وو، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د پاکستان ولسمشر شو او تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې د دغه هېواد ولسمشر پاتې شو.