د آصف علي زرداري او حمزه شهباز په نيولو د پاکستان د اپوزيشن ردعمل
(last modified Wed, 12 Jun 2019 11:36:42 GMT )
Jun 12, 2019 16:06 Asia/Kabul
  • د آصف علي زرداري او حمزه شهباز په نيولو د پاکستان د اپوزيشن ردعمل

د پاکستان د حکومت مخالفينو د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو په لاسو د د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري او د پنجاب صوبې د اپوزيشن مشر حمزه شريف په نيولو نيوکه وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخښې د پاکستان د پيپلز پارټۍ او د مسلم ليګ نواز څانګې سرمشرانو د آصف علي زرداري او حمزه شهباز له نيولو وروسته خپل پلويان پراخو احتجاجي مظاهرو ته راوبلل.

د پاکستان مخکښيني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، د مسلم ليګ نواز څانګې وياندې مېرمن مريم اورنګزيب، د دغه هېواد د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د دغه ګوند يو بل شمر سيد خورشيد شاه د اپوزيشن د مشرانو د بندي کولو په اړه د پاکستان د مالي فساد خلاف په محکمې نېب باندې په نيوکې سره د هغوي د آزادولو غوښتنه وکړه.

د يادونې ده  چې دغه دواړو اپوزيشن مشران د محکمې په حکم د مالي فساد او مني لانډرېنګ په تور نيول شوي او جېل کښې اچول شوي دي.

 

ټیګونه