پاکستاني چارواکو ته د خپلو شتمنیو د اعلانولو وروستی مهلت ورکړی شو
د پاکستان حکومت پرون د دغه هیواد د مختلفو برخو د مسئولانو او چارواکو د شتمنیو د بشپړو معلوماتو د وړاندې کولو مهلت د روانې جولایۍ میاشتې تر دریمې نیټې پورې زیات کړ.
د پاکستان حکومت پرون د دغه هیواد د مختلفو برخو د مسئولانو او چارواکو د شتمنیو د بشپړو معلوماتو د وړاندې کولو مهلت د روانې جولایۍ میاشتې تر دریمې نیټې پورې زیات کړ.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد حکومت پرون خپلو مسئولانو او چارواکو ته د شپې تر دولسو بجو مهلت ورکړی و چې خپلې اثاثې او شتمنۍ اعلان او درج کړي خو بیګا یې دا مهلت د جولایۍ تر دریمې نیټې پورې زیات کړ.
د ویلو ده چې عمران خان له انتخاباتو او وزیراعظم جوړیدو مخکښې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې له اقتصادي مفسدانو سره به مبارزه کوي او د اسلام آباد د حکومت په اقتصادي سیاستونو کښې به جدي اصلاحات راولي.