د پاکستان د پنجاب صوبې تیر وزیرِ قانون ونیوی شو
(last modified Tue, 02 Jul 2019 11:42:47 GMT )
Jul 02, 2019 16:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پنجاب صوبې تیر وزیرِ قانون ونیوی شو

د پاکستان د پنجاب صوبې پخوانی وزیر قانون رانا ثناء ا... لاهور ښار ته نزدې له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د ادارې د ځواکونو له خوا د نشه ایزو موادو د لرلو په تور ونیوی شو.

د پاکستان د پنجاب صوبې پخوانی وزیر قانون رانا ثناء ا... لاهور ښار ته نزدې له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د ادارې د ځواکونو له خوا د نشه ایزو موادو د لرلو په تور ونیوی شو.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې له نشه ایزو موادو سره د پاکستان د مبارزې د ادارې ځانګړو ځواکونو پرون د مسلم لیګ نواز ګوند د دغه مشهور سیاستوال ګاډی ودروه او په کښې یې نشه ایز توکي ونیول.

د دغې ادارې ویاند ریاض سومرو په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د رانا ثناءا... له موټر څخه څه باندې ۱۵ کیلوګرامه هیروئین نیول شوي دي.

هغه وویل چې د پنجاب صوبې د پخواني وزیرقانون دوسیه به سبا، د نشه ایزو موادو له قاچاق سره د مبارزې محکمې ته وړاندې شي.

په عین حال کښې د پاکستان د تبلیغاتو وزیرې فردوس عاشق اعوان ویلي چې د رانا ثناء ا... په نیونه کښې حکومت هیڅ لاس نه دی لرلی او هغه له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د کمیټې له خوا چې یو آزاد او خپلواک ارګان دی، نیول شوی دی.

هغې له مسلم لیګ نواز ګونده هم وغوښتل چې خپل دریځ دې په محکمه کښې څرګند کړي.

 

ټیګونه