پاکستان په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګولو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83294-پاکستان_په_افغانستان_کښې_د_صلحې_او_ثبات_د_ټینګولو_کوشش_کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې اسلام آباد په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 09, 2019 16:43 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګولو کوشش کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې اسلام آباد په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې شاه محمود قریشي وویل: په افغانستان کښې صلحه او ثبات د پاکستان لپاره ډیر اهمیت لري او په دغه هیواد کښې د امنیت په تامینولو کښې خپل مهم رول به جاري وساتي.

قریشي هیله وښودله چې بین الافغاني خبرې اترې زرترزره نتیجې ته ورسي او په افغانستان کښې جنګ ختم شي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کښې صلحه د پاکستان په ثبات باندې ډیره اغیزه لري او په دې هیواد کښې د امنیت د تامینیدو سبب کیدی شي.

د ویلو ده چې اسلام آباد په دې وروستیو میاشتو کښې په افغانستان کښې د صلحې د پراختیا لپاره هلې ځلې زیاتې کړې دي.