په پاکستان کښې د دوو رېل ګاډو په جنګېدو سره لږ تر لږه یویشت تنه ووژل شول
Jul 11, 2019 14:22 Asia/Kabul
د پاکستان د پنجاب صوبې له رحيم يارخان ښار سره نزدې له يو مال ګاډي سره د يو مسافر وړونکي رېل ګاډي په جنګېدو سره لږ تر لږه يویشت تنه ووژل شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه پېښه نن سحر رامنځته شوه چې پکښې نور پہ لسگونو تنه ژوبل هم شول.
تر اوسه د دوو رېل ګاډو د جنګېدو وجه نه ده معلومه شوې.
د پاکستان د رېلوۍ وزير شيخ رشيداحمد وويل، ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي او د دغو دوو رېل ګاډو د جنګېدو د علت د څېړلو لپاره يوه کميټي جوړه شوې ده.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان په خپلو بيله بيلو پېغامونو کښې د دغې پېښې د وژل شويو کسان له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه.