عمران خان په پاکستان کښې د مافیايي ډلو د فعالیت په هکله خبرداری ورکړ
Jul 14, 2019 07:21 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې د ځینو مافیايي ډلو د فعالیت په هکله خبرداری ورکړی دی.
فارس خبري آژانس لیکلي چې عمران خان په خپل یو ټویټ کښې له پاکستانه د پانګې د ایستلو لپاره د یوشمیر مافیايي ډلو د فعالیت په هکله خبرداری ورکړ.
هغه زیاته کړه: په پاکستان کښې مافیا د ایټالیا د مافیايي ډلو په شان بهر ته د پانګې د انتقال او ساتنې لپاره پر حکومتي ارګانونو د دباؤ په موخه له له مختلفو طریقو کار اخلي.
د پاکستان وزیراعظم له دې مخکښې هم ویلې وو چې سیاسي مافیا د مالي فساد د دوام او د شخصي او ګوندي ګټو د ترلاسه کولو په لټه کښې ده خو د اسلام آباد حکومت به یې دې کار ته پرې نږدي.