دپاکستان پوځ نن غزنوی توغندی وزمویه
Aug 29, 2019 13:36 Asia/Kabul
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان پوځ له ځمکی څخه ځمکې ته ویشتونکی غزنوی بلاسټیک توغندی چې اټومی خولۍ وړلی شی په بریالیتوب سره ازمویلی دی .
د پاکستان دپوځ ویاند اصف غفور وویل د هیواد د دفاعی سیسټم پیاوړتیا د غزنوی توغندی د تولیدولو او دازمویلو په هدفونو کښې شامل دی .
د پاکستان لخوا دغزنوی په نوم دبلاسټیک توغندی دغه ازموینه په داسې حال کښې ترسره شوی ده چې دکشمیر سیمې پرسر د هند او د پاکستان ترمینځ تاوتریخوالی نور هم پسې زیات شوی دی .
پاکستان او هند چې په جنوبی اسیا کښې دودیز سیال هیوادونه دی کله نه کله بیلابیل توغندی چې اټومی خولۍ وړلی شی ازمویی .