له ایرانه پاکستان ته تلونکي مال ګاډي ته حادثه پيښه شوې ده
(last modified Wed, 11 Sep 2019 10:10:09 GMT )
Sep 11, 2019 14:40 Asia/Kabul
  • له ایرانه پاکستان ته تلونکي مال ګاډي ته حادثه پيښه شوې ده

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ریل لارې زوړوالی او خرابوالی د ایران او پاکستان مال ګاډي ته د حادثې پیښیدو سبب شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې پاکستاني رسنیو نن خبر ورکړی چې د ایران او پاکستان د دغه مال ګاډي بار ګوګړ وو چې د ایران له سرحدي ښار میرجاوې څخه د پاکستان د کویټې په لور روان و خو له پټلۍ ووته او له امله یې د دواړو هیوادونو ترمینځ ریلي خدمات وځنډیدل.

له نیکه مرغه په پیښه کښې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ویلو ده چې د ایران او پاکستان ترمینځ چلیدونکې مال ګاډي زیاتره له ایران څخه د سیمنټو او کیمیاوي او پيټروکیمیکل موادو په شان محصولات پاکستان ته وړي او له هلته نه خوراکي او کرهڼیز محصولات ایران ته رامنتقلوي.

 

ټیګونه