امریکایان د باور وړ نه دي
د پاکستان د ریلوی وزیر وویل: امریکایان په هیڅ توګه د باور او اعتماد وړ نه دي ځکه چې هغوي مخکښې هم پاکستان ته دوکه ورکړې ده.
شیخ رشید احمد نن په اسلام آباد کښې یوه خبري غونډه کښې په تیرو وختونو کښې له پاکستان سره د امریکې دروغجنو ژمنو ته په اشارې سره وویل: د پاکستان په وړاندې د امریکې لوظ ماتونو پاکستان د چین په شمول د سیمې د ځینو هیوادونو په لور مایل کړی دی.
د پاکستان د ریلوی وزیر هم داشان د هند له خوا د جمو او کشمیر د ځانګړو اختیاراتو لغوه کیدل د ملګرو ملتو د ټولو قوانینو خلاف ورزي وبلله او ویې ویل: اسلام آباد د کشمیر د خلکو د حقوقو ژوندي کولو ته تیار دی. هغه هیله وښودله چې د کشمیر مسئله په خبرواترو سره حل شي.
د پاکستان د ریلوی وزیر دا خبرې په داسې حال کښې کړې دي چې د دغه هیواد وزیراعظم عمران خان امریکې ته تلی دی او ټاکل شوې چې له ډونلډ ټرمپ سره ملاقات وکړي.