پنجاب صوبه کښې د ايران او پاکستان د دوستۍ انجمن جوړ شو
(last modified Thu, 10 Oct 2019 09:08:17 GMT )
Oct 10, 2019 13:38 Asia/Kabul
  • پنجاب صوبه کښې د ايران او پاکستان د دوستۍ انجمن جوړ شو

د پاکستان د پنجاب د صوبائي اسمبلۍ په يو شمېر استازيو او د دغه هېواد په يو شمېر پوهنتوني، کلتوري او علمي شخصيتونومشتمل د ايران او پاکستان د دوستۍ انجمن د دغه هېواد د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې په رسمي توګه خپل کار شروع کړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د د ايران او پاکستان د دوستۍ د انجمن وړومبنۍ غونډه په لاهور ښار کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د سرکنسول محمد رضا ناظري په شتون سره اوشوه.

په لاهور کښې د ايران سرکنسول د دې په بيانولو سره چې د دوستۍ د انجمن جوړول د ايران او پاکستان د تعلقاتو يو مهم ضرورت دے وويل، دغه انجمن د يو ولسي او غېر حکومتي ډلې په توګه هغه ستر ظرفيت او زياتې تجربې ته په پام سره چې غړي يې لري په کلتوري، اقتصادي او پوهنتوني برخو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو د زياتېدو سبب کيږي.

د پاکستان سياسي، کلتوري او اقتصادي شخصيتونو هم د ايران او پاکستان د دوستۍ د انجمن له جوړولو څخه په هرکلي سره هغه د اقتصادي برخې په شمول په مختلفو ډګرونو کښې  دواړو هېوادونو د تعلقاتو مضبوطونکے وبلۀ.

د پاکستان د پنجاب صوبائي اسمبلۍ استازې مېرمن سمېرا احمد د دوستۍ د دغه انجمن د جوړولولپاره د دواړو هېوادونو د شخصيتونو له کوششونو څخه په قدرونې سره وويل، د داسې ډلو او ادارو جوړول د دواړو هېوادونوترمېنځ د ورورولۍ د تعلقاتو د لا زياتې مضبوطیه لپاره نه انکارېدونکې چاره ده.

د لاهور ښار د سوداګرو استازيو هم د ګډو تجارتي ملګرتياو له زياتولوسره د مرستې لپاره د دواړو هېوادونو د دوستۍ د انجمن له موثرو ظرفيتونو څخه په استفادې تاکيد وکړ.

 

ټیګونه