د پاکستان په کوئټه کښې بم چاودنه
(last modified Wed, 16 Oct 2019 00:45:12 GMT )
Oct 16, 2019 05:15 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کوئټه کښې بم چاودنه

د پاکستان په کوئټه ښار کښې د بم چاودنې له کبله يو کس ووژل شو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې د پوليسو د ګاډي په لاړه کښې د بم چاودنې لږ تر لږه يو تن پوليس ووژۀ او څلور تنه نور هم ژوبل شول.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې ترهه ګريزې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

 

ټیګونه