کویټه کښې د بم چاودنه شوې ده
Oct 22, 2019 05:06 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د بم چاودنې له امله لږترلږه پنځه تنه ژوبل شول.
د بلوچستان صوبې د مرکز کویټه کښې دغه بمي چاودنه پرون په سپيني روډ باندې د پولیسو د یو ګاډي په خوا کښې وشوه.
په چاودنه کښې د دریو امنیتي ځواکونو په شمول پنځه تنه زخمي شول.
پاکستاني رسنیو ویلي چې یاد بم په یو موټر سایکل کښې ایښودل شوی و.
دا په تیره یوه اونۍ کښې په کویټه کښې پر پولیس ځواکونو دویمه حمله ده.