د عمران خان له حکومته د پاکستان د پوځ ملاتړ
د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له حکومته د پوځ د ملاتړ په هکله د پاکستان د پوځ د ویندوی خبرې دډیموکراټیک بهیر په چوکاټ کی د خلکو له رای له راوتلی حکومته په ملاتړ ټینګار دې .
د پاکستان د پوځ ویندوی وویل د دغه هیواد پوځ د اساسی قانون په چوکاټ کی د مخالفو ګوندونو په وړاندی د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له منتخب او قانونی حکومته ملاتړ کوی .
میجر جنرل اصف غفور وویل د پاکستان پوځ یو بی پلوه او ملی اورګان دې چی د اساسی قانون او قانون په برلاسی توب باور لری او تل د عمران خان له منتخب حکومته ملاتړ کوی .
اصف غفور د جمیعت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې دپلویانو مظاهرو ته په اشارې سره زیاته کړه مخالفان په واټونو کی د پوځ د تورنولو پر ځای له قانونی حقه د استفادې له امکانه برخمن دی .
د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمیعت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې په زرګونو پلویانو له جمعې ورځې په اسلام اباد ښار کی خپلې حکومتی ضد پرلتې پیل کړی دی .
د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له حکومته د پوځ د ملاتړ په هکله د پاکستان د پوځ د ویندوی خبرې دډیموکراټیک بهیر په چوکاټ کی د خلکو له رای له راوتلی حکومته په ملاتړ ټینګار دې .
د پاکستان په سیاسی او اجتماعی فضا کی هر وخت د حکومت پرضد پراخ اعتراضونه رامینځته شوی دی دا پوښتنه مطرح کیږی چی د دغه هیواد پوځ په داسې شرایطو کی کومه سټراټیجۍ غوره کوی او کوم دریځ پرمخ نیسی ؟
دا پوښتنه په دې دلیل تل د پاکستان د تاریخ په بیلا بیلو لسیزو کی مطرح وه چی د دغه هیواد پوځ په داخلی او بهرنی سیاست په ډګرونو او همداراز د پاکستان په دفاعی او امنیتی برخه کی مهم ځای او رول لری .
د تیرو حکومتونو په پړاو کی هم هر وخت په پاکستان کی د واکمن ګوند سیال ګوندونه او مخالفان د حکومت د کړچار په اعتراض کی واټونو ته راوتلی دی ، ټولې سترګې د دغه هیواد د پوځ دریځ ته متوجه شوی وې ایا دا اورګان به بی پلوه پاتې شی یا د حکومت او مخالفانو په دو قطبونو کی به یو اړخ خوښ کړی چی له هغو د یوه په ناکامی یا بریالیتوب کی ډیر ټاکونکې رول درلودلې شی . د پاکستان تاریخ ته یوه کتنه ښی چی پوځ په کودتا اوپه دغه هیواد کی د حکومتونو په نسکورولو کی مخنیه درلودلی ده چی په بیلا بیلو پلمو لکه خیانت ، فساد او د حاکمیت او ملی امنیت په خطر کی د پریوتو کی ترسره شوی دی .
په اوسنیو شرایطو کی چی د عمران خان حکومت د فضل الرحمان په مشرۍ د هغه د پلویانو له مظاهرو سره مخامخ شوی دی ، یو ځل بیا سترګې د پاکستان پوځ ته نیولی شوی دی چی په دغه پروژه کی به کوم دریځ ولری چی د پاکستان له حکومته د پوځ د ویندوی خبرووښودله چی پوځ د خلکو له رایو دوتلی حکومت ملاتړ کوی .