د نواز شريف نوم له پاکستانه د ممنوع الخروج کسانو له لېسټ نه لرې کړے شو
(last modified Sat, 09 Nov 2019 00:23:54 GMT )
Nov 09, 2019 04:53 Asia/Kabul
  • د نواز شريف نوم له پاکستانه د ممنوع الخروج کسانو له لېسټ نه لرې کړے شو

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له دغه هېواد څخه د ممنوع الخروج کسانو له لېسټ «اي سي اېل» نه د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف نوم له لرې کولو سره موافقت وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان خاص صلاحکار نعيم الحق په دې باره کښې وويل، د دغه هېواد حکومت د نواز شريف خراب بدني حالت ته په پام سره د علاج لپاره له پاکستانه د هغه له وتلو سره موافقت کړے دے.

نواز شريف ټاکل شوې ده سبا د خپلې بيمارۍ د علاج معالجې لپاره لندن ته لاړ شي.

څو ورځې مخکښې د پاکستان مخکښېنے وزيراعظم نواز شريف او د هغه لور مېرمن مريم نواز چې د مالي فساد په جرم په جېل کښې وو په ضمانت سره آزاد کړې شول.

 

ټیګونه