کویټه کښې بمي چاودنې اوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
Nov 16, 2019 11:25 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د یوې ترهګرې چاودنې له امله دوه پولیس مړه او پنځه نور زخمي شوې دي.
پاکستاني پولیسو ویلي چې دغه چاودنه د کویټې د کچلاک سیمې بلیلي نومې د تلاشۍ پوسټې ته څیرمه د امنیتي ځواکونو په ګاډي باندې شوې ده. روغتوني سرچینو ویلي چې د پیښې د دوو زخمیانو حالت خراب دی.
پولیس زیاتوي چې د دې چاودنې لپاره له اتو نه تر نهو کیلوګرامو پورې چاودونکي توکي په یو موټرسایکل کښې ایښودل شوې وو.
له پيښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړې دي.
د دې پیښې پړه کومې مخالفې ډلې نه ده منلې.