پاکستان نن شاهین یو ډوله توغندی وزمویه
زمونږ خبریال وایی پاکستان نن له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی شاهین یو(Shaheen-I) ډوله بلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی دی . د پاکستان دپوځ د عمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار(ISPR) وویل ددغه توغندی ازمویل د هیواد د پوځ د ستراتیژیکو ځواکونو د عملیاتی چمتووالی د ازمویلو په هدف سره وو .
دپاکستان دغه توغول شوی شاهین یو ډوله توغندی تر شپږ سوه پنځوس (۶۵۰) کلومیټرو پورې د هر ډول اټومی خولیو د وړلو توان لری .
د پاکستان د پوځ چارواکو ، سائنس پوهانو او انجنیرانو ددغه توغندی د ازمویلو په دستورو کښې ګډون وکړ .
پاکستان په تیرې اګست میاشتې هم کښې په بریالیتوب سره غزنوی(haznavi) توغندی ازمویلی وو .
دا په داسې حال کښې دی چې هندوستان هم څو ورځې وړاندې یو (۱) توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی وو چې د پاکستان غوسه یې راپارولی وه .