مریم نواز له پاکستانه د وتلو د اجازې اخیستو کوشش کوي
Dec 22, 2019 07:44 Asia/Kabul
د نواز شریف لور له پاکستانه د وتلو لپاره د خپلو هلوځلو په دوام کښې د هیواد قضايي ادارې ته مراجعه کړې ده.
تسنیم خبري آژانس د ډان نیوز له قوله لیکلي چې له هیواده د وتلو لپاره د پخواني وزیراعظم د لور او د مسلم لیګ نواز ګوند د مرستیالې مریم نواز هلې ځلې هم هغه شان جاري دي.
د درملنې لپاره له پاکستانه د نوز شریف له وتلو وروسته مریم نواز د شریف کورنۍ یوازنۍ غړې ده چې په پاکستان کښې پاتې ده.
هغه له هیواده د وتلو لپاره پر قضايي اجازتنامې سربیره د حکومت له تور لیسټه وتلو ته هم ضرورت لري خو اسلام آباد هغې ته د خروج د اجازې له ورکولو سره سخت مخالفت کوي.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت وايي چې شریف کورنۍ ستر مالي فساد کړی او باید لوټل شوې پيسې ملي خزانې ته ورستنې کړي.