عمران خان:
د ایران او امریکې ترمینځ مینځګړیتوب ته تیار یم
Jan 10, 2020 05:36 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکې ترمینځ د شخړې په ختمولو کښې مرستې ته خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
عمران خان پرون په اسلام آباد کښې وویل: پاکستان په لویدیځې آسیا کښې د صلحې د بهیر په اسانولو او د ایران او امریکې په شمول د هیوادونو ترمینځ د غلط فهمۍ په ختمولو کښې په مرسته ژمن دی.
د پاکستان وزیراعظم په سیمه کښې له تندلارو ډلو سره په مبارزه کښې له امریکې سره د خپل هیواد زیات لګښت لرونکې ملګرتیا ته په اشارې سره زیاته کړه: اسلام آباد به خپلې تیرې تیروتنې تکرار نه کړي او نه یوازې به د نورو جنګ ته ور ونه دانګي بلکې په سیمه کښې به هم د شخړې د ختمولو کوشش وکړي.