د سردار سلیماني د وینې ګټه له سیمې د ترهګرو امریکايي پوځیانو وتل دي
(last modified Sun, 12 Jan 2020 01:25:34 GMT )
Jan 12, 2020 05:55 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان د مجلس وحدت مسلیمن عمومي منشي د ډګر جنرال قاسم سلیماني د وینې ثمره له سیمې د امریکې د ترهګرو ځواکونو وتل وبلل.

علامه راجا ناصر عباس جعفري پرون تسنیم خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې، په عراق کښې د امریکې له خوا د سردار قاسم سلیماني د ټرور په غندلو سره زیاته کړه، امریکا په دې جنایت سره، له سیمې وتلو ته مجبوریږي.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي څرګنده کړه: امریکا چې د شرارت اصلي سرچینه ده، باید پرې نښودله شي چې په هیڅ کومې سیمې کښې شتون ولري.

هغه زیاته کړه: د نړۍ په ټولو هیوادونو کښې مسلمانان د واشنګټن خلاف راپورته شوې دي او د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په راتلونکو انتخاباتو کښې ډیره بده ماتې ولري.

علامه راجا ناصر عباس جعفري وویل چې د پاکستان د خلکو په نظر کښې د امریکې حکومت د نړۍ ترټولو بد او د کرکې وړ حکومت دی او د دغه هیواد چارواکي هم د نړۍ ترټولو بد چارواکي دي.

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین سکتر په پاې کښې څرګنده کړه: امریکا ګمان کوي چې د سردار سلیماني په شهیدولو سره مقاومت ته زیان رسیږي خو پوه دې شي چې سردار سلیماني د یو کس نوم نه دی بلکې د مقاومت د کلتور نوم دی او کار او لاره به یې په ټوله نړۍ کښې دوام ولري.

 

ټیګونه