پاکستان کې د سختو واورو او ورښتونو له امله له سلو زیات کسان وژل شوي
پاکستان کې د سختو واورو او ورښتونو له امله له سلو زیات کسان وژل شوي
د پاکستان په کشمير، بلوچستان صوبې او ځينو نورو سیمو کې د سختو ورښتونو او واورو له امله له سلو زيات کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
پاکستان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په کشمير، بلوچستان او شمالي سيمو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني چارواکو په وينا يوازې په کشمير کې د غره ښويدو او واورو له امله ۶۷ کسان وژل شوي او همدارنګه د بلوچستان صوبې په ګڼو سيمو کې هم تر ځلوېښتو پورې خلک وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د رپوټونو له مخې د بلوچستان په کلا سيف الله، پښين، ژوب، کلا عبدالله، مستونګ او ځينو نورو سيمو کې د سختو ورښتونو له امله د خلکو کورونه نړېدلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې پنځوس کسان وژل شوي او همدومره نور زخميان دي.
د ژوب چارواکي وايي، د تودېښې درجه منفي ديارلس ده، پر سړکونو مزل نه کيږي، د ژوند چارې تر ډېره په ټپه ولاړې دي او زيانمنو خلکو ته د مرستو رسول هم له ستونزو سره مخامخ دي.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې له ضرورت نه بغېر دې په تېره بيا د شپې له هر ډول سفر کولو ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار، هلمند، فراه، هرات، لوګر، وردګو، غزني او يو شمېر نورو ولايتونو سربېره د پاکستان په ګڼو سيمو کې هم د ورښتونو او واورو له امله د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دی او ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.